د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په کابل کې د تولیدي شرکتونو او د مېوو او سبو له سړو خونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۶:۲
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په کابل کې د تولیدي شرکتونو او د مېوو او سبو له سړو خونو څخه لیدنه وکړه

۱۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم»، د کابل ولایت په شمالي ولسوالیو کې له یو شمېر تولیدي شرکتونو او د مېوو او سبو د ساتنې له سړو خونو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د کرنیز سکتور په برخه کې د فعالو شرکتونو ملاتړ او ددې سکټور د ودې او پراختیا په پار د پانګوالو هڅونه ښودل شوې ده. د لیدنې پر مهال، د یادو شرکتونو چارواکو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظریات د کرنې وزارت له مالي او اداري مرستیال سره شریک کړل، چې نوموړي د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د عبدالجمیل صبوري د پلاستیکي محصولاتو سوداګریز او تولیدي شرکت، په میر بچه کوټ ولسوالی کې د ۷۰۰ ټنو په ظرفیت د دکوال وروڼو سړه خونه، د شکردرې په ولسوالی کې د ۴۰۰ ټنو په ظرفیت سره د برکت صبوري سړې خونې او په میر بچه کوټ ولسوالی کې د حاجي دل آغا سړې خونې څخه لیدنه وکړه.
دا لیدنې د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او په هېواد کې د کرنیزو تولیداتو او پانګونې د لا ودې لپاره د زمینې برابرولو په پار ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ګربزو ولسوالی ترویج مدیریت کارکوونکو له لورې د ګربزو ولسوالی په بڼونو کې د ژمني تېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

هرات کې راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، په هرات ولایت کې د نویو راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

ننګرهار کې د معیاري او عصري مسلخ د جوړېدو هوکړه لاسلیک شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ځمکه د یو معیاري او عصري مسلخ د جوړېدو په موخه د هوکړه لاسلیک شوه.

یاده هوکړه د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د. . .

بازگشت