د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژه، په هرات کې د درېو شرکتونو د تجهیز او ماشینونو د پېر ۷۰ سلنه لګښت ورکوي
۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له دویم ملی لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه، SNaPP2 دکرنې په برخه کې د خصوصي شرکتونو د ملاتړ په پار، د کرنیزو محصولاتو درې تولیدي او پروسسکوونکو شرکتونو سره مالي ملاتړ کوي.
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژه، د فیصل حافظي، بانوان ګذره او سبز برګ د کرنیزو محصولاتو د پروسس او تولیدي شرکتونو د تجهیز او ماشینونو د پېرلو په برخه کې ۷۰ سلنه ونډه اخلي. په دغو شرکتونو کې ډېرې ښځې کار کوي.