د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د سي‌اراېس نړيوالې مؤسسې له چاراکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۴
دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان مؤسسه بین‌المللی سی آر اس

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، د سي‌اراېس نړيوالې مؤسسې د پروګرامونو له رییس او په افغانستان کې د یادې ادارې د کرنې او مارکېټ برخې له کارپوهانو سره د همغږۍ او تخنیکي ناسته د کرنې وزارت په مقر کې ترسره شوه.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د یادې مؤسسې له هڅو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د هېواد د کرنې سکتور د پراختیا په موخه یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
همداراز په یاده ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لومړیتوبونو سره سم د کرنې په سکتور کې د ارزښت ځنځیر پر پیاوړتیا بحث وشو، څو د تولیداتو د ښه والي او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي.
د ناستې په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر دوام او د همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وشو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت