د کرنې وزارت د غله‌جاتو د پراختیا نوی رییس معرفي شو 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۱:۱۱
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، مولوي مصباح‌الدین مستعین د یاد وزارت د غله‌جاتو د پراختیا د نوي رییس په توګه معرفي کړ. مولوي مصباح‌الدین مستعین له دې وړاندې د کرنې وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.  .

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، مولوي مصباح‌الدین مستعین د یاد وزارت د غله‌جاتو د پراختیا د نوي رییس په توګه معرفي کړ. مولوي مصباح‌الدین مستعین له دې وړاندې د کرنې وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.  .
د نوي رییس د معرفي مراسم، د کرنې وزارت د دفتر رییس ملا محمد حسین احمد خورشید، د ترانسپورټ رییس مولوي شمس‌الله محمد، د غزني د کرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب، د اصلاح شویو تخمونو د تایید رییس مولوي صدیق‌الله رحماني، د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ سلاکار مولوي ذکي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک سازمان اف اې او ستراتیژیک او اړیکو سلاکار نجیب‌الله امیرزي او د ترویج ریاست ځینو کارکوونکو په حضور کې ترسره شول.
د غونډې په پیل کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مسئولینو د جهاد د وخت او واک ته د امارت تر رسېدو وروسته لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې.
د غونډې په دوام، د کرنې وزارت د دفتر رییس د مولوي مصباح‌الدین مستعین د ټاکلو حکم ولوست او مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

رئیس جدید توسعه غله‌جات وزارت زراعت معرفی شد
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، مولوی مصباح‌الدین مستعین را به‌عنوان رئیس جدید توسعه غله‌جات وزارت زراعت معرفی کرد. پیش از این، مولوی مصباح‌الدین مستعین به‌عنوان رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگوی وزارت زراعت ایفای وظیفه می‌کرد.
مراسم معرفی رئیس جدید توسعه غله‌جات با حضور  مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، ملا محمد حسین احمد خورشید رئیس دفتر، مولوی شمس‌الله محمد رئیس ترانسپورت، مولوی محمد اسماعیل شکیب رئیس زراعت غزنی، مولوی صدیق‌الله رحمانی رئیس تصدیق‌دهی تخم‌های بذری، مولوی ذکی مشاور معینیت زراعت و مالداری، نجیب‌الله امیرزی مشاور استراتیژیک و ارتباطات سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و شماری از کارمندان ریاست ترویج برگزار شد.
در آغاز این مراسم، معین زراعت و مالداری ضمن یادآوری از فعالیت‌های گذشته در دوران جهاد و پس از پیروزی امارت، از تلاش‌های مسئولان به نیکی یاد کرد.
در ادامه، رئیس دفتر وزارت زراعت حکم تقرری مولوی مصباح‌الدین مستعین را قرائت نمود و مراسم با دعای خیر پایان یافت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت