د کرنې وزارت د زهکشۍ او ځمکو د اصلاح نوي رییس معرفي شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۱:۱۵
د کرنې وزارت د زهکشۍ او ځمکو د اصلاح نوي رییس معرفي شو

٢۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
٢۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
ملا ګلاب‌الدین ذبیح د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زهکشۍ «اوبو ایستلو» او ځمکو د اصلاح د نوي رییس په توګه د اوبولګولو او قدرتي سرچینو د مرستیال مولوي بازمحمد فیضان له لوري دیاد ریاست کارکوونکو ته تر پېژندنې وروسته په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.
په همدې مناسبت، د زهکشۍ په ریاست کې غونډه دایره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال کروندګرو او مالدارانو ته د خدمت کولو پر اهمیت خبرې وکړې او پر اطاعت، مسوولیت منلو او خلکو ته پر رښتینې خدمت کولو ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، چې ګمارنې د وړتیا او لزوم‌دید پر بنسټ ترسره کېږي او سمه خدمتګذاري عبادت دی او د خدای (ج) په وړاندې ثواب لري.
وروسته، ملا محمدحسین خورشید د کرنې وزارت د دفتر رییس د نوي رییس د تقرر متن ولوست او د دې ریاست د پخواني رییس مولوي شیرمحمد حاتمي له کړنو څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې ملا ګلاب‌الدین ذبیح تر دې وړاندې د بامیان، غور او غزني ولایتونو د کرنې ریاستونو کې دنده ترسره کړې وه.


رئیس جدید ریاست زهکشی و اصلاح زمین وزارت زراعت معرفی شد
۲۵ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
ملا گلاب‌الدین ذبیح به عنوان رئیس جدید ریاست زهکشی و اصلاح زمین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از سوی مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی معرفی و به کار آغاز کرد.
به همین مناسبت محفلی در ریاست زهکشی برگزار شد که در آن معین آبیاری و منابع قدرتی با اشاره به اهمیت خدمت‌گذاری به دهقانان و مالداران، بر اطاعت، مسوولیت‌پذیری و خدمت صادقانه به مردم تأکید کرد. وی افزود که تقرری‌ها بر اساس شایستگی و لزوم‌دید صورت می‌گیرد و خدمت درست عبادت و نزد پروردگار دارای ثواب است.
در ادامه، ملامحمدحسین خورشید رئیس دفتر وزارت زراعت متن تقرر رئیس جدید را قرائت کرده و از کارکردهای مولوی شیرمحمد حاتمی رئیس پیشین این ریاست قدردانی نمود.
گفتنی است ملا گلاب‌الدین ذبیح پیش از این در ریاست‌های زراعت ولایات بامیان، غور و غزنی ایفای وظیفه کرده بود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت