د کرنې وزارت اداري رییس فاریاب ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۹:۲۵
د کرنې وزارت اداري رییس فاریاب ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د خالصه جایدادونو د تثبیت او د یاد وزارت اړوند سړو خونو د اجاره ورکولو په موخه فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
د دې سفر په ترڅ کې، د کرنې وزارت اداري رییس د فاریاب د کرنې له رئیس سره وکتل او په دې ولایت کې د وزارت د خالصه جایدادونو د پېژندلو او تثبیت په اړه خبرې او نظریات تبادله شول.
همدارنګه، د کرنې وزارت پلاوي د موضوع د لا ښې ارزونې په موخه د گرزیوان او قیصار ولسوالیو ته سفر وکړ، ترڅو له نږدې د خالصه ځمکو وضعیت وارزوي او د هغوی احتمالي عایداتي ظرفیتونه وپیژني.
د عایداتي سرچینو ارزونه، چې پکې سړې خونې او دولتي ځمکې شاملې دي، د کرنې وزارت له هغو هڅو څخه ده چې غواړي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له شتو شتمنیو څخه اغېزناک استفاده وکړي او عواید لوړ کړي.
د کرنې وزارت اداري رییس په دې سفر کې ټینګار وکړ چې د خالصه جایدادونو روڼ او اصولي مدیریت کولای شي د اقتصادي ودې او د کرنیز سکتور لپاره د نوو فرصتونو رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.


سفر رئیس اداری وزارت زراعت به ولایت فاریاب برای بررسی جایدادهای خالصه و منابع عایداتی
۲۵ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
قاری محمد اکبر امینی، رئیس اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به هدف تثبیت جایدادهای خالصه و اجاره‌دادن سردخانه‌های مربوط به این وزارت، به ولایت فاریاب سفر نمود.
در جریان این سفر، رئیس اداری وزارت زراعت با رئیس زراعت فاریاب دیدار کرد و در مورد شناسایی و تثبیت جایدادهای خالصه وزارت در این ولایت، بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
همچنان هیأت وزارت زراعت به منظور بررسی دقیق‌تر، به ولسوالی‌های گرزیوان و قیصار سفر کرد تا از نزدیک وضعیت زمین‌های خالصه را مطالعه و ظرفیت‌های بالقوه عایداتی آن‌ها را شناسایی نماید.
بررسی منابع عایداتی، از جمله سردخانه‌ها و زمین‌های دولتی، بخشی از تلاش‌های وزارت زراعت برای افزایش درآمد و استفاده مؤثر از دارایی‌های موجود در ولایات مختلف کشور می‌باشد.
رئیس اداری وزارت زراعت در این سفر تأکید کرد که مدیریت شفاف و اصولی جایدادهای خالصه می‌تواند زمینه‌ساز رشد اقتصادی و ایجاد فرصت‌های جدید در بخش زراعت گردد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت