د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه فراه کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې کړي دي
۵ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په تېرو درو کلونو کې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې په فراه ولایت کې ۲۹۰ وړې او لویې شنې خونې جوړې کړي دي.
ددغو شنوخونو له ډلې ۱۸۱ یې لویې او ۱۰۹ یې وړې شنې خونې دي.
د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د کرنې وزارت د هغو پروژو په ډله کې ده، چې په هېواد کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټیټولو او د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودولو په برخه کې فعالیت کوي.