د کابل دفتحې د لومړۍ کلیزې په مناسبت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د مبارکۍ پیغام!

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۲۰:۲۷
د کابل دفتحې د لومړۍ کلیزې په مناسبت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د مبارکۍ پیغام!


د کابل د فتحې د لومړۍ کلیزې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د زمري څلور ویشتمه، د افغانستان له ویاړه ډک د تاریخ مهمه ورځ ده، چې موږ او تاسو ته د خپلواک او هوسا ژوند لپاره زموږ د سرښېندونکو مجاهدينو او باتورو غازيانو مبارزې را یادوي.
د هر هېواد په تاريخ کې داسې لويې او نه هېرېدونکي ورځې شته، چې د هغوى په وياړونو کې شمېرل کېږي. زموږ د هېواد په معاصر تاريخ کې د داسې تاريخي او له وياړه ډکو ورځو په ډله کې يوه هم د ۱۴۰۰ ام  کال د زمري د مياشتې ۲۴مه، د کابل دفتحې تاريخي او حماسه جوړونکې ورځ ده.
د دغې ورځې له نمانځنې سره د هېواد د ازادۍ د لارې د ټولو شهیدانو او غازیانو روح ته دعا استوم او له ځوان نسل څخه هیله لرم، چې د خپلو مېړنيو مجاهدينو او غازيانو د ګټلې ازادۍ د هراړخیزې او پوره ساتنې او نورو ارمانونو د تحقق لپاره کار وکړي.
الله(ج) دې موږ ته د دې توفیق او فرصت راکړي، چې د ګران هېواد خپلواکي په مېړانه وساتو او هيچاته ددې اجازه ور نکړو چې د اسلامي نظام پر وړاندې خنډ شي.
له فرصت څخه په استفادې افغان ولس ته ډاډ ورکوم، چې د ملي خپلواکۍ او ملي ګټو د ساتنې او له هره اړخه په خپلو پښو د درېدو لپاره به زموږ مبارزه په لا ډېر قوت او موثریت دوام ولري.
د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په هیله!
په درنښت
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال
مولوی صدر اعظم.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت