د چرګ پالنې صنعت د ودې په پار هڅې د هېواد په کچه د چرګ پالنې څه باندې نهه زره فارمونه فعالیت لري
د ډېرو افغانانو شغل کرنه او مالدارۍ ده. د چرګانو ساتلو فارمونه په ځانګړې توګه د ښځو له پاره د عاید ترلاسه کولو مناسبه لاره ده. خو افغان کورنۍ د فارمونو د پراخولو له پاره پوره اقتصادي وړتیا او مهارت نه لري. د افغانستان حکومت د نړیوالو سازمانونو په مرسته له دغو کورنیو سره مرسته کوي، ترڅو له یوې خوا هېواد د چرګانو غوښې او هګیو په برخه کې پرځان بسیاشي او له بلې خوا د بېوزلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او خلکو ته د کاروبا زمینه برابره شي.
هېواد کې د چرګانو پالنه په دې وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې میلیونونه ډالره پانګونه شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایي او مالوماتو ریاست د شمېرو له مخې د هېواد په کچه د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي.
په دغو فارمونو کې د هګیو چرګانو درې زره او ۵۲۰ فارمونه، د غوښینو چرګانو پنځه زره او ۷۲۳ فارمونه او د چرګانو څلور تکثیري فارمونه شامل دي.
د چرګ پالنې په سکټور کې افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی او د هېواد په کچه اوسمهال د چرګانو غوښې د تولید کلنۍ کچه څه باندې ۲۶۰ زره مټریک ټنو ته رسېږي.
په افغانستان کې د چرګانو روزنې فارمونه جوړول لویه لاسته رواړنه ده، چې د کارموندنې، اقتصادي پیاوړتیا، ځان بساینې او د اقتصادی ودې او پرمختیا لامل کېږي.
په هېواد کې د چرګانو پالنې له لویو فارمونو څخه یو هم د سیمرغ شرکت دی، چې په یوه ۴۰ ورځنۍ دوره کې ۲۵۰ زره کیلو د چرګانو غوښه تولیدوي.
د سیمرغ د چرګانو پالنې شرکت د وطني تولیداتو د ودې او ځان بسیاینې په موخه په ۱۳۹۳یم کال کې د غوښینو چرګانو فارمونو په جوړولو سره فعالیت پیل کړ ترڅو هېوادوالو ته په کوردننه باوري او هر اړخیزې چوپړتیاوې وړاندې کړي.
د سیمرغ شرکت رییس ننګیالی هاشمي وایي، یاد شرکت د غوښینو چرګانو ۱۲ روزنیز فارمونه لري او ۳۰۰ نورو فارمونو سره د درملو اخستلو، د دانې برابرولو، د وسایلو چمتوکولو او د لاپیاوړتیا په موخه په نېغ او نانېغ ډول تړونونه لري او ددې ترڅنګ په یاد شرکت کې ۱۵۰تنه په مستقیم او دوه زره تنه په غیري مستقیم ډول په دندو بوخت دي. د سیمرغ د چرګانو پالنې شرکت په نننې عصرکې د نوې او عصري وسایلو په درلودلو سره یو مجهز شرکت دی.
ښاغلي ننګیالي هاشمې وویل، چې یاد شرکت په یوه دوره کې، چې ۴۰ ورځې په برکې نېسي ۲۵۰ زره کیلوګرامه د چرګانو غوښې د تولید وړتیا لري او موږ هڅه کوو چې د یاد شرکت څانګې نورو ولایتونو ته هم وغځوو. ښاغلی هاشمي زیاته کړه «دمګړۍ مو په غزني ولایت کې د سیمرغ د شرکت څانګه پرانستې ده او هلته مو د غوښینوچرګانو شپږ روزنیز فارمونه جوړکړې، چې په یو دوره کې ۸۰ زره چرګان بازار ته وړاندي کوي او په کابل ولایت کې په یوه دوره کې ۱۵۰زره چرګان بازارته وړاندې کوي.»
سیمرغ د چرکانو شرکت اجرایوي رییس ایوب ځواک وایي، یاد شرکت د ځان بسیاینې، معیاري تولید، له وارداتو سره د رقابت او د ښه کیفیت په موخه د چرګانو د حلالولوخونه جوړه کړې ده او د ورځې نږدې دوه زره کیلو ګرامه د چرګانوغوښه پروسس او بسته بندي کوي او پدې سربېره په ورځنۍ ډول له درې زره ډېر ژوندي چرکان بازارته وړاندي کوي. ښاغلی ایوب وویل، چې د سیمرغ د چرګانو پالنې شرکت له ۱۳۹۸یم کال څخه تر ۱۳۹۹یم پورې دفاع وزارت سره تړون درلود او د ورځنې ۱۵۰ زره کیلوګرامه غوښه پروسس او په ټولو اصولو برابره وېشلي دي.
د چرګانو صنعت د مالدارۍ سکټور یوه لویه برخه ده، او د غوښینو چرګانو پالنه د خوړو په چمتو کولو کې مهمه ونډه لري او د نړۍ په اقتصاد او په ځانګړې توګه په افغانستان کې ځانګړي اهمیت لري. د انسانانو د مصرف لپاره د چرګانو محصولاتو او غوښه کارول د انساني کلتور او تمدن په رڼا کې ورځ تر بلې پراختیا کړې ده، او د خوړو په چمتو کولو نه یواځې نن ورځ بلکې د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په سر کې ځای لري، نو ځکه د چرګانو د غوښې د خوړ په پریمان استعمال سره د ډېر خوراکې توکو لپاره د نړۍ زیات پام ځانته اړولی ده، چې په اوس وخت کې د عایداتو او کارموندنې سرچینې په توګه په ټولنه کې د چرګانو صنعت د پام وړ اهمیت لري.د چرګانو له هګیو او غوښې جوړ خواړه په ټوله نړۍ کې خورا مشهور او پېژندل شوي دي، چې ډېر په اسانۍ سره پیدا کیږي او هر څوک یې له خوراک او پخېدو سره په اسانۍ بلدیږي. د چرګانو هګۍ او غوښه ډول ډول ویټامینونه هم لري.
په دې وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په اډانه کې د خصوصي سکتور په مرسته د غوښینوچرګانو لوی او واړه فارمونه جوړ شوي دي او د هېواد په هرګوټ کې د چرګانو غوښه په اسانۍ سره موندل کېږي او په هېواد کې دننه مصرفیږي. باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د چرګانو پالنې د فارمونو او د چرګانو د غوښو او هګیو د تولیداتو د ډېرولو ترڅنګ د فارمې چرګانو روغتیایې برخې ته هم پاملرنه کړې ده، چې د افغانستان په ځېنو برخو کې د چرګانو ناروغیو تشخصیه کلینیکونه یې هم جوړې کړي دي.