د ځمکې غصب مخنیوی په پار هڅې، یوشمېر ولایتونو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
۲ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د هلوځلو په دوام د هلمند، کندهار او پکتیکا په ولایتونو کې د سګلونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.
د یادو هلوځلو په ترڅ کې د هلمند، کندهار او پکتیکا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې امارتي ځمکې له غصبه خلاصې شوي دي.
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او د هېواد په کچه ټول غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.