د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د ختیځ زون کارکوونکي روزل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۹:۴۸
د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د ختیځ زون کارکوونکي روزل کېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې  د ختیځ زون ( ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) ولایتونو  د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادلې، د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکې بانک ریاست کارکوونکو لپاره د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې درې ورځنی روزنیز پروګرام په لاره اچول کېږي.
په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ادارې د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي ریاست کې د کارکوونکو د علمي ظرفيت د لوړولو په موخه د مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د جیودیزي او کدستر لوی رییس مولوي سعيدالرحمن مظهري، د ارزونې او استملاک ریيس مولوي حضرت محمد طیب، د سروې کدستر رییس مولوي سيد عبدالواحد هارون، د تصفيې رییس مولوي ضياء الحق ضياء، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید، د قبالو د اجراء او ثبت رییس مولوي حمیم صادقي، د استملاکي پروژو د همغږۍ ریيس الحاج شاه جهان جلات، د ځمکو د معلوماتو د سيستم او ځمکې بانک ریيس میر سعدالدین سادات او د ځمکو چارو ادارې حقوقي سلاکار فردوس ملک خېل ګډون درلود.
په دې ناسته کې د ځمکو چارو ریاست له خوا د هېواد په کچه په ټولو زونونو کې د ځمکې په تخنیکي او حقوقي برخو کې د کارکوونکو د علمي وړتیاوو لوړولو پروګرامونو په هکله چې تر دې مخکې شمال، لویدیځ، سوېل ختيځ او مرکزي زونونو کې دائره شوې وه خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت