د پکتیا مرکز کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د ګالو مؤسسې په همکارۍ یوشمېر هغو مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ ته ۵۵ قطعې کورني چرګان، ۵۰ کیلو د چرګانو دانه، دانه خوري، ابخوري او د مرغانچې جوړولو اړین توکي ورکړل شوي دي.
دپکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.