د پنجشېر ولایت د کرنې ریاست د کارکوونکو کړنې و ارزول شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۳:۴۴
د پنجشېر ولایت د کرنې ریاست د کارکوونکو کړنې و ارزول شوې

۳۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ پلاوي، چې د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او متخصصینو په شتون سره پنجشېر ولایت ته سفر کړی ددغه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کارکوونکو د کړنو ارزونه یې وکړه. 
د دې ارزونې په ترڅ کې د کرنې وزارت د بشري سرچینو مسوول د کارکوونکو زده کړې، تخصص او کاري تجربه و ارزوله او دغه راز د طبیعي سرچینو مسوول د دوی عایداتي سرچینې او فعالیتونه وڅېړل او په ورته وخت کې د اراضۍ مسوول په دې ولایت کې د مخابراتي انتنونو ځمکه تشخیص او ارزونه یې وکړه او ترڅنګ یې دکرنې وزارت د مالي مسوول له خوا د عشر او زکات راټولولو د انسجام اړوند چارې و ارزول شوې. 
د پنجشېر ولايت طبيعي زېرمې، بڼوالۍ او مالدارۍ لري، چې د دغه ولايت ډېری خلک د خپل ژوند لګښتونه له همدغو برخو جوړوي.
دغه پلاوی چې د بزګرانو او مالدارانو د وضعیت د څېړنې، د عشر او زکات د انسجام او راټولولو، د وزارت د خالصه عوایدو د تنظیم، د کرنې او مالدارۍ د پراختیا او د طبي بوټو د ساتنې په موخه پنجشېر ولایت ته تللی دی، د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کارکوونکو کړنې وارزولې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

کارکردهای کارمندان ریاست زراعت ولایت پنجشیر ارزیابی شد 
۳۰ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئتی که به سرپرستی ملا آغاجان آخند حاجی سالم معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور شماری از روئسا و متخصین وزارت زراعت به ولایت پنجشیر سفر کرده است کارکرد کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت را ارزیاب کردند.
در جریان این ارزیابی مسوول منابع بشری وزارت زراعت تحصیلات، تخصص و تجربه کاری کارمندان را ارزیابی نمود و همچنان مسوول منابع طبیعی منابع عایداتی و فعالیت‌های آنها را بررسی کرده و در عین حال مسوول اراضی آنتن‌های مخابراتی را در این ولایت تشخیص و بررسی کرد همین گونه کارهای مربوطه به انسجام دهی  در جمع آوری عشر و زکات توسط مسوول مالی وزارت زراعت صورت گرفت.
ولایت پنجشیر دارای منابع طبیعی، باغداری و مالداری می‌باشد که بیشتر مردم این ولایت تامین زنده گی خود را از این بخش‌ها می‌نماید.
این هیئت که به منظور بررسی وضعیت دهاقین و مالداران، انسجام و جمع آوری عشر و زکات، تنظیم عواید جایدادهای خالصه وزارت، انکشاف زراعت و مالداری و حفاظه نباتات طبی  و منابع طبیعی به ولایت پنجشیر سفر کرده اند چگونگی کارکرد کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت را ارزیابی کرده و هدایت لازم را جهت بهبود امور سپردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د ګومل او جانیخیل ولسوالیو په سیمو کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

بازگشت