د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۳۱ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۲۲
د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۳۱ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۳۱ سره مېښو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، یادې میښې د سپین بولدک ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په قاچاقي ډول هېواد ته رالیږدول کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې یې مخه ونیول شوه. د هغوی په وینا د یاد قاچاق په تړاو یوشمېر کسان هم نیول شوی دی، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادو څارویو د قاچاق مخه په داسي حال کې نیول کیږي چې، په دې وروستيو کې د کندهار ویښو او بیداره مجاهدینو پر ډیورنډ فرضي کرښه څو ځلي د څارویو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده او هیڅ چاته یې اجازه نه ده ورکړي، چې څاروي کندهار ته را انتقال کړي، چې د همدې هڅو په دوام یې په دې وروستیو کې د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیولي ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت