د هېواد په ځينو ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله د زيانمنو شويو هېوادوالو په اړه د کرني ابولګولو او مالدارۍ وزارت د خواشينۍ پيغام

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۷:۲۲
پیام غم‌شریکی وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به آسیب دیده‌گان زلزله‌ای شب گذشته در برخی از ولایات کشور


د کرنی وزارت سرپرست الحاج مولوی عبدالرحمن راشد په پکتيکا، خوست او ځینو نورو ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي. شهيدانو ته جنت الفردوس، قريبانو ته يې جميل صبر او زخميانو ته له الله ج څخه عاجله شفاء غواړي.  د کرنی وزارت وزیر، دکرنی وزارت  ټولو مرکزي او ولایتي رئیسانو ته امر کړئ، چې د امکان په صورت کي د پېښو ځايونو ته ژر ځان ورسوي؛ له ټولو شته امکاناتو کار واخلي؛ د زيانمنو شويو هېوادوالو ژوند وژغوري او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي. 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۷:۳۰
Background image

‎د لغمان په علیشنګ ولسوالی کې ۱۰۰۰ مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرسته وشوه

 

‎د لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «AREA» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی پر۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو متراکم خوراکي توکي او د شوتلو تخمونه وېشلي دي.
‎ددې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۲۲:۲۵
Background image

خوست کې د اوبولګولو ورخونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۶ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د اوبولګولو د یوشمېر ورخونو د رغولو چارې پیل شوي دي، چې له دې ډلې د اسماعیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۲۰:۲۲
Background image

خوست کې د لوبیا او جوارو ننداریزې کروندې جوړېږي


۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۶ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ADA» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز اړوند لکڼو سیمه کې د لوبیا او جوارو ننداریزې کروندې جوړوي.
دد. . .

بازگشت