د هلمند ګرمسېر کې لسګونه بزګران وروزل شول
۴ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، د جک مؤسسې په مالي همکارۍ، د هزارجفت علیاء د سیمې ٧٣ تنه بزګرو ته دغنمو د کښتونو ښې روزنې او پالنې په موخه روزنه ورکړل شوه.
د یاد روزنیز پروګرام له لارې دغو بزګرو ته د غنمو د کښتونو لپاره د اړتیا وړ اوبو ورکؤنې، نباتي ناروغیو مخنیوی، د بې ګټې وښو مخنیوی او بېلابېلو برخو کې هر اړخیزه معلومات ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې یادو بزګرانو دغه ډول پروګرامونه موثر وبلل او په راتلونکي کې هم د یادو روزنیزو برنامو د جوړولو غوښتنه وکړه.