د هلمند ګرشک کې د حیواني ناروغیو د مخنیوي په پار درمل شیندنه روانه ده
۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا، ددې ولایت د ګرشک په ولسوالی کې د څارویو ساتنځایونو کې د حیواني ناروغیو مخنیوي په پار د درمل شیندنې چارې پیل کړي دي.
د یادو درملو په مرسته به د څارویو مضره حشرات، مختلفې حیواني ناروغۍ او خزندې له منځه یوړل شي.
دغه پروسه به ددې ولایت په نورو سیمو کې هم د ځایي مالدارانو ترڅنګ د کوچیانو د څارویو په ساتنځایو کې هم پلي شي.