د هلمند ناوه کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۱:۲۳
د هلمند ناوه کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د کروندو د څارنې په دوام د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو  امریت آمر انجنیر امان الله تسکین او نورو مسلکي مامورینو له لوري، ناوې ولسوالی کې د محمدنبي بارک او باستان نوري د تخمونو تولید خصوصي شرکتونو د غنمو له کروندو څخه لیدنه وشوه.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست اړوند د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت مسؤلینو لخوا دغو بزګرو ته د څارنې د لومړي پړاو پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ښو تخمونو لاسته راوړلو په موخه لازمې لارښونې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت