د هلمند ناوه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۱:۱۶
د هلمند ناوه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په ناوه ولسوالی کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځی یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت