د هلمند مارجه کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۳۴
د هلمند مارجه کې لسګونه بزګران وروزل شول

۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ، د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت اړوند بوټوساتنې او قرنطین مدیریت کارمندانو له لوري ګڼو  بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د زیان رسونکو ژوندیو حشرو د له منځه وړلو په موخه د (ویتاواکس يا تیرام) په نوم د نباتي درملو د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه روزنه وکړل شوه.
ددې ترڅنګ د عامه پوهاوی په دې لړۍ کې  دغنمو د توره کي يا سياقاق په نوم نباتي ناروغۍ چې د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي او شنو کروندو ته زیان رسوي هم دغو بزګرانو ته سپارښتنې او لارې چارې وښودل شوې.
دیادو زده کړو په ترڅ کې به د بزګرو د غنمو حاصلاتو په سالمه روزنه، ناروغیو مخنیوی او حاصلاتو په ډېرښت کې د پام وړ بهبود رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت