د هلمند مارجه کې لسګونه بزګران وروزل شول
۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳ه.ش
۹ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ، د مارجې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت اړوند بوټوساتنې او قرنطین مدیریت کارمندانو له لوري ګڼو بزګرو ته د غنمو له تخمونو سره د زیان رسونکو ژوندیو حشرو د له منځه وړلو په موخه د (ویتاواکس يا تیرام) په نوم د نباتي درملو د کډولو او کارولو په هکله په عملي او نظري توګه روزنه وکړل شوه.
ددې ترڅنګ د عامه پوهاوی په دې لړۍ کې دغنمو د توره کي يا سياقاق په نوم نباتي ناروغۍ چې د غنمو، اوربشو اوجوارو د وږو او پاڼو د ایستلو په وخت کې را منځته کېږي او شنو کروندو ته زیان رسوي هم دغو بزګرانو ته سپارښتنې او لارې چارې وښودل شوې.
دیادو زده کړو په ترڅ کې به د بزګرو د غنمو حاصلاتو په سالمه روزنه، ناروغیو مخنیوی او حاصلاتو په ډېرښت کې د پام وړ بهبود رامنځته شي.