د هلمند د جوارو حاصلات نږدې ۱۷ سلنه زیاته شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۵:۳۰
د هلمند د جوارو حاصلات نږدې ۱۷ سلنه زیاته شوې


هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى، چې تر نيمايي ډېره ځمکه يې هواره ده او د هلمند سيند يې يوه ډېره برخه خړوبوي، دغه راز په شمالي هلمند کې کاريزونه او چينې شته او ترڅنګ يې هوا هم معتدله او دکرنې لپاره مناسبه ده. جوار (سوکړک)، غنم، لوبيا، ممپلي، رومي، بينډۍ، پنبه، تور مۍ او زعفران يې ښه حاصل ورکوونکي کرنيز حاصلات دي.
د هلمند یوشمېر کروندګر هرکال زرګونه هکټاره ځمکه کې د جوارو کرکېله کوي او له خپلو حاصلاتو خوښ دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د جوارو په حاصلاتو کې ۱۶.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال ددې ولایت په ۳۸ زره هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۱۹۰ زره ټنه جوار تولید شوي دي.
د ښاغلي الکو په خبره دغه شمېره د تېرکال په پرتله په دې ولایت کې د جوارو د حاصلاتو ۱۶.۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي: «د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کیږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي.»
د ښاغلي الکو په خبره د روان کال د حاصلاتو د زیاتې کچې لاملونه پریمانه اوبه، د اصلاح شوي تخمونو وېش، جوارو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا او په دې برخه کې د بزګرانو روزل دي. ددې ترڅنګ دهلمند د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ښودل او د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو وېشل یې نور لاملونه دي.
د هلمند جوار په هېواد کې د ننه پراخ بازار لري، چې د کابل په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم مینه وال او ګرم بازار لري. د هلمند ولایت د غلو دانو د منډوي د ازادو کاروباریانو او سوداګرو په وینا؛ له هلمند څخه هره ورځ له ۵۰۰ تر ۹۰۰ مټریک ټنه جوار کابل، لوګر، غزني، کندهار، مقر، شاجوی، بولدک، او ننګرهار ته صادریږي، چې په یادو ولایتونو او سیمو کې پروسس او د نباتي غوړي ترڅنګ تر حیواني خوراکي پورې په بېلابېلو توکو کې کارول کیږي.

هلمند د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي، چې ښه پایلې هم ورکوي.

د جوارو اقتصادي ارزښت

جوار يو ډېر مهم خوراکي بوټى دی. د جوارو د فصل روزنه کابو درې میاشتې وخت اخلي او د غنمو، وریجو او نورو په پرتله لږ خواري او اوبه غواړي.د جوارو دانه د غوړو اونشايستې له پلوه زياته غني ده د زيړو جوارو دانه « Crotin »لري. د جوارو اوړه په لږاندازه چسپناكه ماده « Gluten» لري، چې د ډوډۍ د پخولو لپاره مناسب نه دي. مگر كه د غنمو يا جودرو اوړه ورسره گډې شي په ښه ډول ترينه ډوډۍ، كيك، كلچې او نور توکي جوړېدای شي.

د جوارو له دانې نه نشايسته، بير، الكول، مصنوعي رابر او له ځينو ډولونو څخه یې، چې زياته اندازه غوړي ( د ۳۰% سلنې په شاه وخواكې ولري) غوړي، درمل او ویټامين «E» لاس ته راځي. د جوارو ټانټې د خامو موادو په حيث د كاغذ جوړولو، سلولوز، مصنوعي لرگيو، عايقي موادو او نورو كې استعماليږي. د جوارو له شوټې نه د پلاستيك او سريښ په جوړولو كې كار اخستل كيږي.

جوار د حيواناتو د خوراك لپاره زيات كرل كيږي، د جوارو ټانټې د څارویو ژمني خواړه دي. جوار د ټولو اهلي حيواناتو لپاره يوه بهترينه خواړه ده.

د جوارو روغتیایي ګټې

جوار نه یواځې دا، چې د انسان عمومي روغتیا ته ګټه لري، د انسان وزن هم کموي او نه پریږدي، چې یو کس ډېرچاغ شي.

جوار د فولیک اسید، د «B، B1، B5، C،E،» ویټامینونو، د مګنیزیم معدني موادو او د فاسفورس مهمه سرچینه ده او د دیابت یا شکرې ناروغۍ د کچې د ټېټولو په برخه کې مهم رول لري.

جواری (سوکړک) پوستکی زړیدو ته نه پریږدي

د جوارو اوړه، چې په انګریزي کې ورته« Corn Flour» وايي، د مخ پوستکی تازه او نرموي.

د جوارو وړه پروتین لري او نه پریږدي، چې د مخ پوستکی زوړ او ګونځې ګونځې شي. په جواري کې د «E-ای» ویټامین شتون لري، چې ورسره د مخ داغونه، رټې، او د لمر له امله رامنځ ته شوې نښې ټولې له منځه ځي.

د جوارو په اوړو کې شته منرالونه او امینو اسیدونه پوستکی تازه او نرم ساتي. په یادو اوړو کې د «E-ای» ویټامین هم شتونلري، چې ورسره د مخ سره خاپونه ختمیږي. د جوارو اوړه همدارنګه د مخ چټلي له منځ وړي او مخ تازه او سپینوي.

په جواري کې د «B1او B2» ویټامینونه دي، چې ورسره د مخ پوستکی صحتمند او ژر نه زړیږي

د جوارو غوړي په وينه کې د کولسټرولو مخه نيسي، چې د وينې لوړ فشار ټيټولو لپاره ډېر ګټور تماميږي.

جواري د وينې شکر برابر ساتي. جوار د تشو متيازو ادرار سموي او د سپوخڅي پاړسوب ختموي. د جوارو ډوډۍ او غوړي د بندونو درد له منځه وړي.

جوار د سرطان مخنيوي لپاره هم ګټور دي ځکه چې په جوارو کې د« comfrey» په نامه ماده موجوده

پر دې سربیره جواری او یا خپله د جوارو تازه دانې د نړۍ یو له صحي خوړو ګڼل کیږي، چې ګڼې نورې ګټې هم لري او په بېلابېلو طریقو خوړل کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۷:۴۵
Background image

لغمان کې د۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د هګیو چرګانو د تولید واړه فارمونه جوړېږي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د«ان،سي،ار،او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۷:۴۳
Background image

د کندهار شاولیکوټ کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لوی چکډېم جوړېږي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه، د کندهار دکرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

ننګرهار کې بزګرانو او د سیمې اوسیدونکو ته د طبیعي زېرمو ساتنې او اوبو ښه مدیریت په برخه کې روزنه پیل شوه

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک کډوالو نړۍوالې ادارې په تخنیکي او اروپایي ټولني په مالي لګښت د ننګرهار په. . .

بازگشت