د نورستان د کرنې رییس واما او وانټ ولسوالیو ته د ځنګلونو ساتنې، عوایدو ارزونې او اداري چارو د څار په موخه رسمي سفر ترسره کړ

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۲:۱
د نورستان د کرنې رییس واما او وانټ ولسوالیو ته د ځنګلونو ساتنې، عوایدو ارزونې او اداري چارو د څار په موخه رسمي سفر ترسره کړ


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید د عشر او زکات د آمر حاجي ظاهر په ملتیا واما او وانټ ولسوالیو ته دوه جلا رسمي سفرونه ترسره کړل، چې موخه یې د ځنګل ساتونکو استخدام، د کرنیزو چارو څارنه، د عوایدو ارزونه او د ادارې د فعالیتونو نظارت وو.
په لومړي سفر کې چې واما ولسوالی ته ترسره شو، مولوي عبدالرؤف سعید د کرنیزو خدماتو، عشر او زکات، ځنګلونو، مالدارۍ او اراضۍ له مدیرانو سره ناسته وکړه. د غونډې ترڅنګ د اړوندو برخو ساحوي فعالیتونه وکتل شول او د ځنګلاتو د ښه مدیریت په هدف شل (۲۰) نوي ساتونکي په رسمي ډول استخدام شول. مسؤلینو ته د چارو د ښه سمون، اغېزمنتیا او د اداري نظم د پیاوړتیا لپاره لازمې سپارښتنې وشوې.
د سفر موخه د کرنیزو چارو څارنه، د مالدارۍ وضعیت ارزونه، د عشر او زکات د راټولولو پروسې څارنه، د ځنګلاتو د ساتنې عملي میکانېزمونه ارزول، او د عوایدو د راټولولو د بهیر د ښه کولو لپاره لارښوونې کول وو.
په دویم سفر کې مولوي عبدالرؤف سعید د وانټ ولسوالی اړوند ادارو فعالیتونه وڅارل. د دغه سفر مهم اهداف د جلغوزو او چارمغزو د عوایدو نظارت، د عشر او زکات د راټولو بهیر ارزونه، د ځنګل ساتونکو د استخدام پروسې څارنه، او د کرنې ریاست د کارکوونکو د حاضري او اداري چارو څارنه وو.
ښاغلی سعید په وانټ ولسوالی کې د کرنیزو خدماتو، ځنګلاتو، اراضۍ، مالدارۍ او عشر و زکات له مدیرانو سره ناسته وکړه، د هغوی سیمې او اداري فعالیتونه یې وارزول، موجودې ستونزې یې په نښه کړې او د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
د نورستان د کرنې ریاست مسؤلینو وویل، چې دغه سفرونه به د ځنګلونو د ښه ساتنې، د عوایدو د روڼتیا، او د کرنیزو چارو د لا ښه تنظیم په برخه کې مهم اغېز ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت