د ننگرهار کانال کې د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې
٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پآر یې هڅې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د یاد ریاست اړوند د درېیم فارم ۲۵ مې ویالې سیمه کې ۱۱ جریبه چې ځمکې غصب شوي و، له غصبه خلاصه شوه.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د کانال په هر فارم او هر ځای کې چې غېرمسوول اشخاص پراته دي، ټولوته مو له وړاندې د بېلابېلو لارو خبرتیاوي ورکړي چې د کانال یادې ځمکې پرېږدي، هغوی چې پرې کورونه او مېنې ابادې کړي د پلان سره سم به يې کورونه ړنګ او یادې سیمې به ترې تخلیه شي.
د یادونې ده چې د ننګرهار کانال اړوند نږدې رزګونه جریبه ځمکه غصب شوي دي، چې په تېر شاوخوا یوه کال کې د ننګرهارکانال شرکت له خوا سلګونه جریبه ځمکه بېرته را ګرځول شوي دي او دا کمپاین په چټکۍ سره روان دی.