د ننګرهار کانال شرکت کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې
د ننګرهار کانال شرکت اړوند څېړنیزو فارمونو کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کرنې انسټیټوټ او دکرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ددې شرکت څېړنیزو فارمونو څخه وخت ناوخت لیدنه کوي، چې ددغو لیدنو په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوه.
ددې عملي زده کړو په ترڅ کې د فارم د بېلابېلو تجاربو، مورنیو او هستیو تخمونو د روزلو او مېوه لرونکو بڼوڼو او د ونو پيوند په اړه زده کړیالانو ته معلومات ورکول کېږي.