د ننګرهار په درې ولسوالیو کې کورني بې ځایه شوي او بېوزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه
۲۰ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادۍ ودې په پار داځل د ننګرهار په درې ولسوالیو «بهسود، کامې او چپرهار» کې ۳۰ بېوزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وکړه.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: «د ننګرهار ولایت بهسودو، کامې او چپرهار ولسوالیو کې مو د هالنډ هېواد په مالي مرسته او د افغانستان لپاره د کليو د بيا رغولو ادارې (RRAA) په همکارۍ پر ۳۰ بېوزله کورنیو د هګیو چرګان او د چرګانو روزنې اړونده توکي ووېشل.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۳۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي ځواکمنتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۲ د هګیو چرګان، د چرګان ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
ددې برنامې برخمن شوي مېرمنې له دې برنامې څخه د مننې او خوښۍ ترڅنګ وویل چې، د چرګانو روزنه د دوی د کورنیو په اقتصادي وده کې له دوی سره مرسته کوي.