د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسلکي بستونو لپاره د تحریري ازموینې بهیر پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۳
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مسلکي بستونو لپاره د تحریري ازموینې بهیر پیل شو

د کار اهل کسانو ته د کار د سپارلو په موخه، د ننګرهار وادي امارتي کرنیز شرکت د مسلکي بستونو لپاره د وړ داوطلبانو څخه د تحریري ازموینې اخیستلو بهیر د یاد شرکت د چارواکو له لوري پیل شو.
دا ازموینه د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د یوشمېر خالي پوستونو د ګمارنې لپاره اخیستل شوې ده، ترڅو هغه نوماندان چې په بریالیتوب سره ازموینه کې بریالي شي د مسلکي کارکوونکو په توګه خالي پوستونو ته وګمارل شي.
د دې ازموینې په لومړي پړاو کې، ۵۱ تنه ګډون کړی، تر څو د بریالیتوب په صورت کې په ټاکلو بستونو کې دنده ترسره کړي او د خلکو به چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت