د ننګرهار مرستیال والي افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازی سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۲۰:۵۳
د ننګرهار مرستیال والي افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازی سره وکتل


۲۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي «FAO»  ادارې استازی ريچارډ ټرينچرډ سره په دې ولايت کې د کرنې او اوبو لګولو سکتور پياوړتيا په موخه وليدل.
د يادې ليدنې پر مهال د ننګرهار مرستيال والي افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي «FAO» ادارې د د کړنو ستاينه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې رامنځته شوي امن او فرصت ته په کتنې دې تر پخوا زيات کار وشي.
نوموړي په دې ولايت کې د بندونو، کانالونو، ويالو او سربندونو جوړولو، کاريزونو ترميم او بزګرانو ته د کوکنارو بديل ورکړې په برخه کې وړانديزونه وکړل.
د ولایت مرستيال وويل، چې ننګرهار ښه اوبه او هوا، کافي کرنيزې ځمکې، پريمانه اوبه او ښه بشري ځواک لري بايد د بشري مرستو ترڅنګ کرنيز سکتور ته لازمه پاملرنه وشي.
د ننګرهار کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د دې ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخه کې د شته فرصتونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کرنې او اوبولګولو برخه کې يې يو شمېر وړانديزونه شریک کړل.
د ولايت مقام کارپوه اکبر شېر غوښتنه وکړه، ترڅو د يو ښار او توليد تر سرليک لاندې کرنې ته پاملرنه وشي او په دې ولايت کې دولس د کرنې مسلکي لېسو، د کرنې پوهنځي او کرنې دوو انيسټيټوټونو سره د څېړنو په برخه کې همکاري وشي.
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي «FAO» ادارې استازی  ننګرهار له مرستیال والي مننه وکړه، چې دوی ته د کار کولو ښه فرصت رامنځته کړی او تل ور سره همکاري کوي.
نوموړي وويل، چې ختيځو ولايتونو ته يې له سفر څخه موخه مسئولینو او بزګرانو سره له نږدې ليدل دي، ترڅو د کرنې او اوبو لګولو برخه کې ستونزې او اړتياوې معلومې کړي او په ياده برخه کې لازمې پروژې پلې کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې دې استازي وويل، چې سږکال به د بشري مرستو په پرتله انکشافي پروژې زياتي شي، چې له مخې به يې د مسئولینو وړانديزونو او د خلکو لومړيتوب ته په کتنې پروژې پلې شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۳:۱
Background image

خوست کې د طبیعي سرچینو مدیریت په پار پروژې پلي شوي

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سویس پراختیایي ادارې «اس،ډي،سي» په همکارۍ ددې ولایت د صبریو ولسوالی کې د طبیعي سرچینو مدیریت په پار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۲:۴
Background image

ارزګان کې د چرګانو یوشمېر فارمونه وڅارل شول

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت مرکز ترینکوټ کې د خصوصي سکټور د چرګانو فارمنو څخه څارنه وشوه.
د څارنې په ترڅ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۲:۱
Background image

د لغمان قرغه یي کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب. . .

بازگشت