د ننګرهار مرستیال والي افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازی سره وکتل

user-admin
Sun, Mar 19 2023 8:53 PM
د ننګرهار مرستیال والي افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازی سره وکتل


۲۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي «FAO»  ادارې استازی ريچارډ ټرينچرډ سره په دې ولايت کې د کرنې او اوبو لګولو سکتور پياوړتيا په موخه وليدل.
د يادې ليدنې پر مهال د ننګرهار مرستيال والي افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي «FAO» ادارې د د کړنو ستاينه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې رامنځته شوي امن او فرصت ته په کتنې دې تر پخوا زيات کار وشي.
نوموړي په دې ولايت کې د بندونو، کانالونو، ويالو او سربندونو جوړولو، کاريزونو ترميم او بزګرانو ته د کوکنارو بديل ورکړې په برخه کې وړانديزونه وکړل.
د ولایت مرستيال وويل، چې ننګرهار ښه اوبه او هوا، کافي کرنيزې ځمکې، پريمانه اوبه او ښه بشري ځواک لري بايد د بشري مرستو ترڅنګ کرنيز سکتور ته لازمه پاملرنه وشي.
د ننګرهار کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د دې ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخه کې د شته فرصتونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کرنې او اوبولګولو برخه کې يې يو شمېر وړانديزونه شریک کړل.
د ولايت مقام کارپوه اکبر شېر غوښتنه وکړه، ترڅو د يو ښار او توليد تر سرليک لاندې کرنې ته پاملرنه وشي او په دې ولايت کې دولس د کرنې مسلکي لېسو، د کرنې پوهنځي او کرنې دوو انيسټيټوټونو سره د څېړنو په برخه کې همکاري وشي.
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي «FAO» ادارې استازی  ننګرهار له مرستیال والي مننه وکړه، چې دوی ته د کار کولو ښه فرصت رامنځته کړی او تل ور سره همکاري کوي.
نوموړي وويل، چې ختيځو ولايتونو ته يې له سفر څخه موخه مسئولینو او بزګرانو سره له نږدې ليدل دي، ترڅو د کرنې او اوبو لګولو برخه کې ستونزې او اړتياوې معلومې کړي او په ياده برخه کې لازمې پروژې پلې کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې دې استازي وويل، چې سږکال به د بشري مرستو په پرتله انکشافي پروژې زياتي شي، چې له مخې به يې د مسئولینو وړانديزونو او د خلکو لومړيتوب ته په کتنې پروژې پلې شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS