د ننګرهار د کرنې ریاست کړنې او لاسته راوړنې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۴۰
د ننګرهار د کرنې ریاست کړنې او لاسته راوړنې

۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د رسنيز کنفرانس له لارې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست لاسته راوړنې، روان، ترسره شوي او راتلونكو کارونو او پلانونو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړه.
په دې رسنیز کنفرانس کې ښاغلی مولوی عبدالستار محمد وویل: «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ چکډمونه جوړوي.»
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل؛ په ۲۲ ولسوالیو کې ۱۰۵۶۹۹ بزګرانو ته د مسلکي کسانو له لوري عامه پوهاوی، ۳۰۸۹۰ مستحقو بزګرانو ته ۴۵۰۹ مټریک ټنه د غنو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې ورکړل شوي،  ۱۰۰۰۰ بزګرانو ته دسبو تخمونه،  کیمیاوي سرٍي او کرنیز وسایل ورکړل شوي او د دولت په بودیجې د دوه میلیونه او ۲۴۹ زره او ۲۵۰  افغانیو په لګښت په ۸ ولسوالیو کې ۲۵ جریبه دستروسو، خرما او موتیاګل نمایشي قطعې جوړې شوي دي.
ښاغلی محمد وویل؛ د ننګرهار د کرنې ریاست له طبیعي زېرمو څخه د ښې ګټې اخستنې لپاره په ننګرهار کې ۳۰۰زره تراسونه او ۳۱ د اوبوزېرمې، سربندونه او ۵۰ کیلو متره کانالونه پاک شوي دي، چې پکې شلو زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل: «د چاپېریال د ښې ساتنې او اقتصادي پیاوړتیا په موخه مو ۲۶۴۰۰۰ مثمر او غیر مثمر او زینتي نیالګي او بوټي خلکو ته وېشلي، په مختلفو دولتي قوریو او فارمونو کې لسګونو زرو په شاوخوا کې ډول ډول مثمر او غیر مثمر نیالګي او بوټي د راتلونکې کال لپاره اماده کړي، د مالدارۍ په برخه کې مو مالدارانو لپاره د پام وړ او ګټورو برنامو له لارې ۲۶۰۰ بې وزلو کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه هم جوړ کړي، ۴۰۰ زره حیواناتو ته مو مختلف واکسینونه پلي کړي دي.»
مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د کرنې ریاست یوه خدماتي اداره ده، خو بیا هم موږ تېرو نهو میاشتو کې له اجاره شویو ځمکو، عشر او ذکات، اراضۍ، ځنګلاتو او نورو برخو څخه ۶۴ میلیونه او ۸۸۷ زره او ۶۳۲  افغانۍ عواېد ترلاسه او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
نوموړي د ۱۴۰۳ کال د پلان په اړه هم مفصل معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د غصب شویو ځمکو په اړه وویل؛ چې تراوسه د ننګرهار په ولایت کې ۹۸۵۱۴ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه او ۱۳۲۸۳۷ د تطبیق په حال کې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت