د ننګرهار دکرنې رییس: د څارويو دناروغيو تشخيصي لابراتوار سره هر اړخيزې همکارۍ کوو
۱ کب ۱۴۰۲ه.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ختیځ زون په کچه د څارويو د ناروغيو مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوار لري، چې هره ورځ په لسګونه مالداران د خپلو مالونو نمونې یاد لابراټوار ته د تشخیص په موخه راوړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، چې د څارویو د روغتیا لابراتوار مسولینو یې ملتیا کوله د څارویو د ناروغيو د تشخیص مرکز څخه لیدنه وکړه او مسؤولينو ته یې لازمې سپارښتني وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې، د ننګرهار د کرنې رییس د ياد لابراټوار مسؤولينو ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.
د لابراټوار مسؤولينو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد څخه دمننې ترڅنګ د يوشمېر توکو، ماشینونو، د کېټونو یا بستو، لابراټواري معایناتو ځینو وسایلو او امکاناتو برابرولو غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس له لورې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار د څارویو د ناروغيو د تشخیص په مرکز کې هره ورځ په لسګونه پرازیټي، بکتریایې، سیرولوژیکي او نورو اړونده ناروغيو نمونې تشخیص اومالدارانو ته لازمي سپارښتنې کېږي.