د ننګرهار دکرنې ریاست: دولتزیو ښارګوټي کی ۲۳۷۸ کورونه تثبیت او سروې شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۳۳
د ننګرهار دکرنې ریاست: دولتزیو ښارګوټي کی ۲۳۷۸ کورونه تثبیت او سروې شوي

٨ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٧ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
دننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست دمعلوماتو په اساس د دولتزیو ښارګوټي، چې اته ګذرونه او ۴۱۱ بلاکونه لرې، کورونه یي سروی شوي دي.
د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت امر مولوي تکریم الله عزیزي وویل، چې دکرنې ریاست د تخنیکي ټیمونو له لورې په ننګرهار کې امارتي تثبیت شوو ښارګوټو کې د کورونو د ثبت لړۍ روانه ده، د دولتزیو ښارګوټی، چې  ۲۳۷۸ کورونه پکي جوړ شوی ثبت شول. نوموړې وویل، چې د دولتزیو ښارګوټي چې په ۳۵۱۳ جریبه امارتي ځمکه جوړه شوې ده، د ټولو کورونو د ثبت پروسه پاي ته ورسېده.
هغه زیاته کړه اوسمهال په هغو امارتي ښارګوټو کې، چې کورونه یې سروي شوي د تعرفو د وېش لړۍ روانه ده.
د غصب مخنیوي مرکزي کمېسیون په ننګرهار کې څلور ښارګوټي امارتي تثبیت کړي ؤ، چې د ټولو ښارګوټو کورونه سروي شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت