د ننګرهار دکانال ریاست: د کانال په ځمکو کې دکښت له درکه کرنیزو شرکتونو او کروندګرو ښه عواید ترلاسه کړي دي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۹:۲۴
د ننګرهار دکانال ریاست: د کانال په ځمکو کې دکښت له درکه کرنیزو شرکتونو او کروندګرو ښه عواید ترلاسه کړي دي

د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د کانال په ځمکو د غنمو او هندواڼو د کښت له درکه څه د پاڅه ۳۰۰ میلونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي.
د دوی په خبره، د کانال په ځمکو د کرل شوو غنمو او هندواڼو له درکه څه د پاڅه ۳۰۰میلونه افغانۍ عواید راټول شوي او مستقیماً يې ګټه کرنیزوشرکتونو او کروندګرو ته رسېدلې دي.
د چارواکو په خبره، د ننګرهارکانال ریاست په ۲۱۵۳۸ جریبه ځمکه غنم کرل شوې وه، چې د معلوماتو له مخې ۹۶۱۴۵۵ منه غنم ترې ترلاسه شوي دي، چې ۲۹۸ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ یې ټولیز ارزښت اټکل شوی دی. په ورته مهال د کانال په درې زره جریبه ځمکې هندواڼې کرل شوې وه  او ۱۵ زره ټنه حاصل يې ورکړي، چې ددې برخې څخه هم کروندګرو ته میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي دي  .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت