د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالی کې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو رغنیز بهیر وڅارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۱۴
د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالی کې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو رغنیز بهیر وڅارل شو

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یو پلاوی د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالی د بېلابېلو سیمو د کچالو د ساتنې لپاره د صفر انرژۍ زېرمتونونو د جوړېدو چارې له نږدې وڅارل.
یاد پلاوی له هغو پنځو صفر انرژۍ زېرمتونونو لیدنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د سټارز مؤسسې په تخنیکي همکارۍ جوړېږي، چې د راپور له مخې شاوخوا ۹۰ فیصده د جوړېدو کارونه یې ترسره شوي او پاتې چارو یې لا هم دوام لري.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مشرتابه پلاوي د څارنې پر مهال څرګنده کړه، چې د یادو سړو خونو چارې په نسبي ډول ښه پرمخ روانې دي، خو ټینګار یې وکړ چې باید دا بهیر لا هم ګړندی، منظم او د تخنیکي معیارونو مطابق پرمخ یوړل شي.
همداراز، د یاد ریاست مسؤولینو له پروژې تطبیقوونکو شرکتونو، انجنیرانو او د سیمې له مسؤولینو سره د ګډو ناستو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو د پروژو کارونه باید پر وخت او په معیاري بڼه بشپړ شي، څو د کرنیزو حاصلاتو د خوندیتوب په برخه کې اغېزناک خدمت ترسره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت