د میدان وردګو د مڼو سږني حاصلات ۱۳۰ زره ټنو ته رسیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۰:۵۲
د میدان وردګو د مڼو سږني حاصلات ۱۳۰ زره ټنو ته رسیږي
بزګر (دهقان) اوونيزه، عبدالواسع خان‌زاده
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبره د تېر په پرتله ددې ولایت د مڼو بڼونو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوي دي. د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمد تسل وایي، د اټکل له مخې سږکال به ددې ولایت د مڼو له بڼونو څه باندې ۱۳۰ زره مټریک ټنه مڼې راټولې او بازار ته به وړاندې شي. د ښاغلي تسل په خبره تېرکال دغه شمېره ۱۲۲زره او ۹۷۶ مټریک ټنهوه، چې دا په روان کال کې ددې ولایت د مڼو د حاصلاتو کابو لس سلنه زیاتوالی ښیي.
په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د میدان وردګو ولایت د خلکو په هلو ځلو هرکال په دې ولایت کې پر سلګونه جریبه ځمکه کې د مڼو د نوي ورایټیو بڼونه، چې تر نورو لس چنده ډېر حاصل ورکوي جوړې شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په روان کال کې هم په میدان وردګو ولایت کې د مڼو د بڼونو د ترویج په پار پر سلګونه جریبه ځمکه کې د مڼو بڼونه جوړې کړي دي.
د بڼوالو روزل، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نور هغه کړنې دي، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوې دي.
په میدان وردګو کې بېلابېلې مېوې شتون لري، خو ددې ولایت مڼه نړیوال شهرت لري. د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې لامل شوې، چې میدان وردګ په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
په دې ولایت کې ډول ډول مڼې شتون لري چې جورسې، مارلينګ، بيروتۍ، نازک بدن، ګالا، شاهي، بلش ګولډین او ژېړې مڼې یې تر نورو ډيرې مشهورې دې، دغه راز د مڼې ځیني ډولونه لکه «ام‌ناین او بي‌ناین» په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې دود شوي، چې ډېری بڼوال غواړي د یادو مڼو بڼونه جوړ کړي.
د وردګو اقلیم سوړ او په ژمي کې یې هوا ډېره سړه اما په اوړي کې معتدله وي ځکه نو ددې سیمې مڼې او زردالو تر نورو سیمو غوره والیلري، په ځانګړې توګه د وردګو مڼې په سیمه ییز او آن ڼړیواله کچه شهرت لري او دغه ولایت په افغانستان کې د مڼو د تولید له اړخه مشهور ولایت دی.
نرخ، چک، جلرېز، سیداباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالۍ او د میدان وردګو مرکز میدان ښار په دې ولایت کې د مڼو عمده تولیدوونکي سیمې دي.
په ټولیزه توګه په دې ولایت کې د مڼو څه باندې اته زره او ۲۶۴ هکټاره بڼونه شتون لري، چې د مڼو بېلابېل ډولونه (ورایټۍ) په کې اېښودل شوي، چې د کورنیو بازارونو سربېره بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان، هند، متحده عربي امارات او چین ته هم صادریږي.
ولید احمد تسل وویل، چې ددې ولایت د مڼو حاصلات ډېر خو د مڼو ساتلو په پار سړې خونې او زېرمتونونه په نشت حسابیږي او ددې ولایت د مڼو حاصلاتو ته بسنه نه کوي.
ښاغلی تسل زیاته کړه، چې ددې ولایت د بڼوالو او بزګرانو ستونزو ته په کتو سږکال دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ددې ولایت لپاره هم ۲۲۱ پروژې په پلي کېدو دي، چې رغنیزې چارې یې تر ۳۰ سلنه بشپړ شوي دي. د هغه په خبره په دغو پروژو کې د کچالو ۱۵۰ زېرمتونونه او د مڼو لپاره ۷۱ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول شامل دي، خو بیاهم ددې ولایت د مڼو بڼوالو ستونزې نه شي هوارولۍ او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا شته.
د میدان وردګو ولایت بڼوال وايي، چې د چارواکو هڅې او په تېره بیا د ولسمشر پاملرنې هیله من کړي، چې له دې وروسته به یې محصولات له خوسا کېدو وژغورل شي. پخوا د میدان وردګو د بڼوالۍ محصولات د مارکېټ د نشتوالي له ستونزو سره مخ وو خو د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه ددې ولایت محصولات په ځانګړې توګه مڼې د دولتي ادارو په خوارکي مینو کې شامل شوي دي.
د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د بادام د کلي یو تن بڼوال محمد نسیم هوتک وایي، خوښ دی چې دکرنې وزارت له خوا ورته د مڼې سړه خونه جوړیږي. محمد نیسم وویل «د کرنې له وزارته مننه کوم، چې موږ ته د مڼو سړې خونې جوړوي. مخکې مې د مڼې لپاره سړه خونه نه درلود او اړ وم، چې د خپل بڼ مڼې په ډېره ټیټه بیه خرڅ کړم او که به مې خرڅ کړي نه ؤ نو خوساکېدل اوس چې د کرنې وزارت له خوا راته د مڼې لپاره سړه خونه جوړیږي، ډېر خوښ یم ځکه کولای شم، چې د خپل بڼ مڼې په دې سړه خونه کې وساتم او په مناسب وقت او مناسبه بیه یې خرڅ کړم.»
بڼوال وایي، دا چاره به د میدان وردګو ولایت له بڼوالو سره مرسته وکړي چې خپل محصولات په مناسبه بیه بازار ته وړاندې کړي.
باید وویل شي، چې په دغه ولایت کې د مڼو د بڼونو صنعتي بڼه د لومړي ځل لپاره د ډاکټر عبدالوکیل خان لخوا په پرمختللې بڼه بدله شوه او ددې ولایت ګروندګر وهڅول شول، تر څو په خپلو ځمکو کې د مڼو اصلاح شوي نیالګي کېنوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۶
Background image

فاریاب کې د قرآن کریم د حافظانو د پګړي تړلو په مراسمو کې د کرنې وزیر ګډون

۳۰ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې د خالد بن ولید (رض) مدرسې د ۱۱ تنو د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۴۱
Background image

کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو لومړنۍ سروي پېلېږي

د افغانستان د بيا رغونې او د ښځو د تعليم ادارې (ارو) مؤسسې مسولینو د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره  دلمریزي برېښنا په مرسته د اوبولګولو سیستمونو فعالولو په موخه د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند کې د شنوخونو جوړولو ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې

هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له. . .

بازگشت