د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰ بڼونو د جوړولو په موخه هر اړخیزه سروې ترسره کړه، څو د بڼوالۍ د پراختیا لپاره مناسبې سیمې وپېژندل شي.
یاده سروې د دې لپاره ترسره شوه، تر څو د سیمې اقلیمي شرایط، د خاورې ډول، د اوبو موجودیت او د بزګرانو لېوالتیا وڅېړل شي او د مڼو او ناکو د بڼونو د جوړولو لپاره مناسبې ځمکې تثبیت او تشخیص شي. د سروې پر مهال له بزګرانو سره نږدې مشورې وشوې او هغوی ته د بڼوالۍ د ارزښت، اقتصادي ګټو او د شفتالو او ګیلاسو د تولیدي اهمیت په اړه لازم معلومات ورکړل شول.
د مسؤلینو په وینا، د دې سروې پایلې به د مڼو او ناکو د بڼونو د معیاري او منظم جوړولو، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو د لوړوالي او په سیمه کې د بڼوالۍ د ودې لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې د بزګرانو ملاتړ ته به دوام ورکړي او د پایدارې کرنې او بڼوالۍ د پراختیا لپاره به عملي ګامونه پورته کوي، تر څو بزګران وکولای شي له نوې ټکنالوژۍ او معیاري بڼوالۍ څخه ښه اقتصادي ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت