د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو سپما او کرنیزې ودې د پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۴۳
د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو سپما او کرنیزې ودې د پروژو چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا ددې ولایت د یایمیرداد په ولسوالی کې د کلیوالي ودې او پراختیا د پروګرام په ترڅ کې،د «ډاکار» مؤسسې په همکارۍ د اوبو مدیریت، سپما او کرنیزې ودې د پیاوړتیا په موخه د په پنځو کلیو د کانالونو، حوضونو، ورخو او پلچکونو د جوړولو پروژې په رسمي ډول پیل شوې. 
دغې پروژې د دایمیرداد ولسوالی په پنځو کلیو ـ سلطان‌خیل، بره چنګه، اورمړ، دښتکې او کوزې چنګې ـ کې پیل شوې دي. د «ډاکار» موسسې تخنیکي کارکوونکي او د کرنیزو چارو مدیریت استازي د پروژو د فزیکي کارونو د پرمخ وړلو مشري کوي. د یادو پروژو موخه د کرنیزو ځمکو خړوبولو سیسټمونو پیاوړي کول، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، او د کرنیزو فعالیتونو د پایښت لپاره اساسي زېربناوې برابرول دي.
د دایمیرداد ولسوالی مسؤلین د موسسو رغنده همکاریو ته ښه راغلاست ویلی او ډاډ یې ورکړی، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې به د ورته پروژو د پلي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي. د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو هم ویلي، چې د پاتې ۱۱ نورو پروژو کارونه به ان‌شاءالله په راتلونکې اوونۍ کې پیل شي. د دغو پروژو پلي کېدل د سیمې د کرنیزو فعالیتونو په پیاوړتیا، د بزګرانو په عایداتو او د اوبو د عادلانه مدیریت په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت