د میدان وردګو جلریز ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنیزو او پراختیایي پروژو چارې په چټکۍ روانې دي
۲۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د همکارې مؤسسې له لوري، د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کرنیزو او پراختیایي پروژو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د یادو پروژو د پلي کېدو موخه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو پیاوړتیا، د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو کمول او د کلیوالي سیمو د اقتصادي وضعیت ښهوالی دی.
د جلریز ولسوالی یو شمېر بزګرانو او مالدارانو د دغو پروژو د چارو له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د دوی د کرنیزو محصولاتو په کچه او کیفیت کې مثبت بدلون رامنځته شي. دوی د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کړې ده.
کرنه او مالداري د هېواد د کلیوالي اقتصاد مهمې برخې دي او د میلیونونو کورنیو د ژوندانه د اړتیاوو د پوره کولو اساسي سرچینه ګڼل کېږي. د کرنیزو زیربناوو جوړول او بیارغول، د اوبو لګولو د اسانتیاوو برابرول او د کلیوالي سیمو د انکشافي پروژو پلي کول د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو د لوړولو او د کلیوالي معیشت د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري. د همدې موخو لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د همکارو مؤسسو په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه انکشافي پروژې پلي کوي.
