د مالوچو د بیو راټیټېدو او د بزګرانو د زیانونو د لاملونو د څېړلو په پار بلخ ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۲۸
د مالوچو د بیو راټیټېدو او د بزګرانو د زیانونو د لاملونو د څېړلو په پار بلخ ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټېدو د عواملو د ارزونې او د بزګرانو د زیان د مخنیوي لپاره د مؤثرو لارو د موندلو په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو د پراختیا رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین، د یاد ریاست د یو پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر کړی دی.
دغه پلاوي د خپل سفر په پیل کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له چارواکو سره وکتل او موضوع یې ورسره شریکه کړه. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د اړوندو ارګانونو او بزګرانو سره د همغږۍ په ترڅ کې خبرې او ارزونې ترسره شي.
وروسته پلاوي د بلخ او چمتال ولسوالیو ته سفر وکړ او له یو شمېر بزګرانو سره یې وکتل. د دغو لیدنو پر مهال د پختې د تولید، عوایدو، لګښتونو او د کرنیزو ستونزو په اړه خبرې وشوې او د بیې د کمېدو احتمالي لاملونه وڅېړل شول.
همدارنګه، پلاوي د پختې د پروسس له هغو مرکزونو څخه هم لیدنه وکړه، چې د بزګرانو محصولات رانیسي او راټولوي. د لیدنې پر مهال د پروسس پر پړاوونو او د پختې د بیې د راټیټېدو پر لاملونو له چارواکو سره خبرې اترې وشوې.
په پای کې، یاد پلاوي د بلخ ولایت د صنایعو او کانونو د خونې له چارواکو سره هم وکتل او د پختې د بیې د کمېدو د عواملو تر څنګ، د بزګرانو د زیان د مخنیوي لپاره پر عملي حل‌لارو مفصل بحث وکړ


سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت بلخ به هدف بررسی علل کاهش نرخ پخته و زیان دهاقین
۱۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
به‌منظور بررسی عوامل کاهش نرخ پخته و یافتن راه‌حل‌های مؤثر برای جلوگیری از زیان دهاقین، مولوی مصباح‌الدین مستعین، رئیس توسعه غله‌جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در رأس یک هیئت از کارمندان آن ریاست، به ولایت‌های  بلخ سفر کرده است.
این هیئت در جریان سفر خود به ولایت بلخ، ابتدا با مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت دیدار کرده و موضوع را با آنان در میان گذاشته است. در این دیدار، هماهنگی لازم برای گفت‌وگو با ارگان‌های ذی‌ربط و دهاقین روی دست گرفته شد.
سپس هیئت به ولسوالی‌های بلخ و چمتال سفر نموده و با شماری از دهاقین این مناطق دیدار کرد. در این دیدارها، در مورد وضعیت تولید، عواید، مصارف و مشکلات زراعت پخته گفتگو صورت گرفت و عوامل احتمالی کاهش نرخ آن مورد بررسی قرار گرفت.
همچنان، هیئت از مراکز پروسس پخته که به خریداری و جمع‌آوری محصول از دهاقین می‌پردازند، بازدید کرده و در خصوص مراحل پروسس و دلایل پایین آمدن نرخ پخته با مسئولان آن مراکز بحث و تبادل نظر نمود.
در پایان، هیئت با مسئولان اتاق صنایع و معادن ولایت بلخ دیدار کرده و ضمن بررسی دلایل کاهش نرخ پخته، روی راه‌حل‌های عملی برای جلوگیری از زیان دهاقین گفتگو کرد.ش

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت