د لوېدیځ زون پر بزګرانو د پستې څه باندې ۲۷ زره نیالګي ووېشل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۴:۱۲

۱۱ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه «NHLP» د هرات او بادغیس ولایتونو پر پسته کارو بڼوالو د پستې ۲۷ زره او ۵۰۰ نیالګي ووېشل.
دغه نیالګي پر هغو بڼوالو وېشل شوي، چې تر دې مخکې د یادې پروژې د کارکوونکو له خوا سروې شوي ول.
ددغو نیالګیو له ډلې په بادغیس ولایت کې ۱۱ زره او په هرات ولایت کې ۱۶ زره او ۵۰۰ نیاګلي وېشل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوي سږ د پستې د هغو بڼونو ۶۱ زره او ۲۵۰ نیالګي، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا جوړ شوي دي پیوند شي او بڼوالو ته د تخنیکي سلا مشورو ورکولو ترڅنګ پر دوی سیمي جالۍ او همداراز د اوبو ټانکر او د اوبولګولو په پار پایپونه هم ووېشل شي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه د هېواد په لوېدیځ زون کې له ۲۰۱۴ ام کال را په دې خوا څه باندې پنځه زره جریبه د پستې بڼونه جوړ کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مالي او حسابي ریاست کارکوونکو سره ناسته وکړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر نن د دغه وزارت د مالي او حسابي ریاست له کارکوونکو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

کونړ ته د کرنې وزارت د پلان لوی رییس او مل پلاوي سفر

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره کونړ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رییس معرفي شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي محمد ولي محسن د نورستان د مرستیال والي مولوي فیصل مختار له لوري د یاد. . .

بازگشت