د لوګر د زردالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۱۸ - ۱۳:۳۹
د لوګر د زردالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې
۱۸ زمری ۱۳۹۹
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زردالو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، یوازې ددې ولایت د څرخ ولسوالۍ د زردالو سږنۍ حاصلات دوه زره او ۵۰۰ ټنه ده، چې عواید یې ۵۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د نورو مېوو ترڅنګ د زردالو عصري بڼونه هم جوړ شوي دي، چې موخه یې د زردالو عصري بڼونو دودول دي.
د کرنې وزارت له چوپړونو څخه د لوګر ولایت برخمن شوي بڼوال وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا بزګرانو او بڼوالو سره همکارۍ او دوی ته روزنه ورکول د بڼوال د محصولاتو په زیاتوالي کې اغېزناک دي او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا روزنې او تخنیکي سلا مشورې د دوی د بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالی لامل شوي دي.
د لوګر ولایت د کرنې ریاست د معلومات له مخې دمګړۍ په دې ولایت کې د زردالو ډېر بڼونه جوړشوي دي او ډېر شمېر بزګران د زردالو په پالنه بوخت دي. د لوګر ولایت د زردالو محصولات ددې ولایت د کورني اړتیا پوره کولو ترڅنګ ګاونډیو ولایتونو ته هم صادریږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۵۰
Background image

لغمان کې مالدارانو ته د څارویو د خوراکي برابرولو په موخه د علفي تخم او د ځمکې هوارولو وسایلو مرسته وشوه

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په همکارۍ، د لغمان ولایت د الینګار او قرغیو ولسوالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۴۵
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې ۵۰ مستحقو مېرمنو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو کڅوړې ووېشل شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام تر عنوان لاندې، د ډاکار مؤسسې له لوري د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۳
Background image

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د دفتر رییس معرفي شو

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
مفتي عبدالغفور بخاري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ له لوري د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د مقام دفتر د رییس په توګه معرفي. . .

بازگشت