د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي»په مالي ملاتړ، د لغمان ولایت د پادپښ په ولسوالی کې ۷۴ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغه مرسته کې هر بزګر ته د دوو جریبو ځمکې لپاره ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره، او ۱۰۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
د یادو مرستو وېش لړۍ د لغمان دکرنې ریاست چارواکو، د بادپښ ولسوالی سیمه ییزو چارواکو، او د «اې.بي.ام» مؤسسې د استازو په حضور کې، د پادپښ ولسوالی له مستحقو بزګرانو سره رسماً پیل شوه.
د وېش پر مهال د لغمان دکرنې ریاست اسازی د یادې مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه، چې د کرنیز سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې د بزګرانو ملاتړ کوي.
نوموړي د اصلاح شوي تخم په ارزښت او ګټو خبرې وکړې او له برخمنو بزګرانو یې وغوښتل، چې ورکړل شوی تخم دې د کرنې ریاست او مؤسسې د مسلکي ټیمونو په لارښوونو سره په خپلو کروندو کې وکري.


در ولسوالی بادپښ ولایت لغمان روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده‌ی گندم و کودهای کیمیاوی برای ده‌ها دهقان آغاز شد
۳۰ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان با همکاری تخنیکی مؤسسه‌ی نابینایان افغانستان (ای.بی.ام) و با حمایت مالی برنامه‌ی جهانی غذا (WFP)، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده‌ی گندم و کودهای کیمیاوی را برای ۷۴ دهقان در ولسوالی بادپښ ولایت لغمان آغاز کرد.
در این کمک، برای هر دهقان به‌اندازه‌ی دو جریب زمین، ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده‌ی گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و ۱۰۰ کیلوگرام کود سفید توزیع می‌گردد.
این روند در حضور مسؤولان ریاست زراعت لغمان، مقامات محلی ولسوالی بادپښ و نمایندگان مؤسسه‌ی ای.بی.ام رسماً با مستحقان دهقانان ولسوالی بادپښ آغاز شد.
در جریان توزیع، مسؤولان ریاست زراعت لغمان از مسؤلان مؤسسه‌ی یادشده سپاس‌گزاری کردند که در رشد و توسعه‌ی سکتور زراعت از دهقانان حمایت می‌کنند.
آنان همچنان در مورد ارزش و مزایای تخم اصلاح‌شده صحبت کرده و از دهقانان مستفید خواستند تا تخم‌های توزیع‌شده را طبق رهنمودهای تیم‌های تخنیکی ریاست زراعت و مؤسسه در زمین‌های خود بکارند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۴۲
Background image

هېواد کې د ځمکني توتانو تولید سږکال ۹ سلنه ډېر شوي


۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږکال په ټول هېواد کې ۶۸۱ متریک ټنه ځمکني توت تولید. . .

بازگشت