د روزګان دوو ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۱۹
د روزګان دوو ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه، د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ددې ولایت د خاص روزګان په ولسوالی کې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې «یوان‌ډي‌پي» په مالي او د حرکت مؤسسې تر چتر لاندې، ۲۵۱ مستحقو کورنیو ته د مالدارۍ مرستې ووېشل شوې.
په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته د چیلي نسل دوه شېدو ورکوونکې وزې له دوو بچیو سره یوځای ووېشل شوه. همدارنګه د مواشیو د ساتنې او تغذیې د ملاتړ په موخه، هرې کورنۍ ته د څارویو خوراکي توکي او د مالدارۍ آخورونه هم ورکړل شول.
د یادو مرستو د وېش لړۍ د حرکت مؤسسې له لوري د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د یاد ریاست د مسؤلو کارکوونکو او د اړوند دفتر د استازو په حضور کې په شفاف او منظم ډول ترسره شوه.
د دې پروګرام د تطبیق موخه د زیانمنو کورنیو د معیشتي وضعیت ښه‌والی، د مالدارۍ پیاوړتیا، د لبنیاتو د تولید زیاتوالی او د کورنیو په کچه د نسبي ځان‌بسیاینې رامنځته کول دي. د دې ډول پروژو تطبیق د فقر د کمولو او د دوامدارو معیشتي فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۸
Background image

د خوست ګربزو کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم ساتنې توکي ووېشل شول

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د ملګرو ملتونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا هڅې؛ د کندهار ارغستان کې ۲۰ بېوزلو بزګرانو ته د مرخیړیو خونو جوړولو توکي ووېشل شول

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادراې (یوان‌اوډي‌سي). . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۲
Background image

د پکتیکا په ګومل ولسوالی کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې او د طبیعي شتمنیو د خوندیتوب په لړ کې د لرګیو د قاچاق یوه بله هڅه شنډه. . .

بازگشت