د دویم کانال د لومړي سيفون بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۴:۱۲
د دویم کانال د لومړي سيفون بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي


۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د کرنيزو او تخنيکي چارو رییس انجینر محمد جميل «خوشحال» وايي چې د تېرې ورځې ځينو ستونزو له امله د دویم کانال لومړي سيفون ځينې برخې تخريب او زیانمنې شوې وې، خو د بیارغونې او جوړونې چارې یې په چټکۍ روانې دي.
ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د دې مسیر میشتو اهالیو، اجاره‌لرونکو او کروندګرو څخه مننه کړې چې د ستونزې په جریان کې یې له زغم څخه کار اخیستی. شرکت ډاډ ورکوي چې د سيفون بیارغونه به ډېر ژر بشپړه شي او د سیمې د خلکو د اړتیا وړ اوبه به بېرته په عادي ډول ورته ورسول شي. 
دغه سيفون د سیمې د کروندو او ځمکو خړوبولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت