د خوړو خوندیتوب په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان درېیمه عمومي غونډه وشوه

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۵:۳۲
د خوړو خوندیتوب په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان درېیمه عمومي غونډه وشوه
۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د خوړو خوندیتوب په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان درېیمه عمومي غونډه، ددې سازمان د غړو په شتون کې «په غړو هېوادونو کې د خوړو د خوندیتوب ټینګښت» تر عنوان لاندې د ویډیو کنفرانس له لارې په لاره واچول شوه.
په دې ویډیو کنفرانس کې د غړو هېوادونو د کرنې، د خوړ خوندیتوب او د بهرنیو چارو وزیران ګډون درلود.
دغه غونډه، چې د دوو ورځو لپاره په لاره اچول شوې وه، په لومړی ورځ کې یې پر تخنیکي موضوعاتو او په دویمه ورځ کې ددې سازمان پر پرېکړو او راتلونکو برنامو خبرې وشوې.
د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د اسلامي همکاریو د سازمان درېیمې عمومي غونډې ته په وینا کې د خوړو خوندیتوب او ددې سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرو د هڅونې او ترغیب په هکله ټینګار وکړ او وویل، چې د غړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا په پار دې باید یو لړ ترجیحي شرطونه رامنځته شي. ښاغلی احدي زیاته کړه، چې ددغو شرطونو پر اساس غړې هېواد باید وتوانیږي، چې یوبل سره په اسانۍ سره راکړه ورکړه او سوداګري وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په خبره، د سوداګرۍ په موخه ترجیحي شرطونه رامنځته کول کولای شي، چې په غړو هېوادونو کې د خوړو خوندیتوب او د بېوزلۍ د کچې په ټیټولو کې مثبتې اغېزې ولري.
ډاکټر انوارالحق احدي دغه راز په دې غونډه، کې د افغانستان د کرنې وزارت پر راتلونکو برنامو او اسټراټیژیو هم خبرې وکړې.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت