د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو د ۵۰ بڼونو د جوړولو لپاره هر اړخیزه سروې ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۲۰
د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو د ۵۰ بڼونو د جوړولو لپاره هر اړخیزه سروې ترسره شوه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارکوونکو، د «ویرو» مؤسسې په همکارۍ، د تڼیو ولسوالی په اتو بېلابېلو کلیو کې د سرو املوکو د ۵۰ بڼونو د جوړولو په موخه هر اړخیزه سروې ترسره کړه، څو د بڼوالۍ د پراختیا لپاره مناسبې سیمې وپېژندل شي.
یاده سروې د دې لپاره ترسره شوه، تر څو د سیمې اقلیمي شرایط، د خاورې ډول، د اوبو موجودیت او د بزګرانو لېوالتیا وڅېړل شي او د سرو املوکو د بڼونو د جوړولو لپاره مناسبې ځمکې تثبیت او تشخیص شي. د سروې پر مهال له بزګرانو سره نږدې مشورې وشوې او هغوی ته د باغدارۍ د ارزښت، اقتصادي ګټو او د سرو املوکو د تولیدي اهمیت په اړه لازم معلومات ورکړل شول.
د مسؤلینو په وینا، د دې سروې پایلې به د سرو املوکو د بڼونو د معیاري او منظم جوړولو، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو د لوړوالي او په سیمه کې د بڼوالۍ د ودې لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې د بزګرانو ملاتړ ته به دوام ورکړي او د پایدارې کرنې او بڼوالۍ د پراختیا لپاره به عملي ګامونه پورته کوي، تر څو بزګران وکولای شي له نوې ټکنالوژۍ او معیاري بڼوالۍ څخه ښه اقتصادي ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت