د تورخم له لارې د پاکستاني کرنیزو توکو او مېوو مخنیوی به موخه ناسته ترسره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۳۶
د تورخم له لارې د پاکستاني کرنیزو توکو او مېوو مخنیوی به موخه ناسته ترسره شوه


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست د بوتو ساتني مدیریت استازو د تورخم ګمرک سرپرست، کمېسار او استخباراتو مسولینوسره له پاکستان څخه واردیدونکو کرنیزو محصولاتو په کلکه مخنیوي په موخه ناسته ترسره کړه.
مسولینو پریکړه وکړه، چې د اسلامي امارت د نافذه قوانینو او ملي ګټو ته په کتو د پاکستان  هېواد څخه هیڅ ډول محصولاتو ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کېږي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادې مرستیال ملا عبدالغني برادر د خبري کنفرانس په ترڅ کې وروسته ترهغې، چې پاکستان د افغان سوداګرو د توکو پر وړاندې لارې بندې کړې پریکړه وکړه، چې پاکستاني توکو ته دداخلیدو اجازه ورنکړل شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د مشرانو طاعت او سوداګرو ملاتړ په موخه د تورخم له لارې د پاکستان څخه محصولاتو دداخلیدو ته اسناد نه ورکولو پریکړه کړې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت