د بولدک کرنیز قرنطین څخه د کندهار دکرنې رییس لیدنه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۴۹
د بولدک کرنیز قرنطین څخه د کندهار دکرنې رییس لیدنه

د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب د کندهار بولدک ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ. ددې سفر په ترڅ کې یې د سپین بولدک ولسوالی فرضي کرښې ته څېرمه د کرنیز محصولاتو قرنطین مرکز څخه لیدنه وکړه.
د کندهار د کرنې رییس مولوی عبدالرشید منیب په پیل کې د یاد قرنطین د کارکوونکو، ملي سوداګرو او کډوالو مالدار مهاجرینو سره د قرنطین اړوند ناسته ترسره کړه، چې پرمهال یې د هغوی ستونزې له نږدې واورېدې. 
دغه راز د کندهار دکرنې رییس وروسته د قرنطین اوسني وضیعت او چارې له نږدې وڅارلې او دیاد مرکز هر اړخیزه ارزونه  یې وکړه. او ترڅنګ یې مسؤلینو ته د قرنطین مرکز د چارو ښه ترسراوي او اغېزمن مدیریت لپاره جدي سپارښتنې هم وکړې.  
د یادوني وړ ده، چې د  کندهار سپین بولدک ولسوالی فرضي کرښې ته څېرمه د کرنیزو محصولانو د څارنې او معاینې لپاره یو معیاري قرنطین شتون لري، تر څو هېواد ته باکیفیته کرنیز محصولات وارید او بهرنیو هېوادونو ته افغان کرنیز محصولات په لوړ کیفیت صادر شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت