د بلخ ۱۱۰ مالدارې مېرمنې د مالدارۍ تخنیکي مهارتونه زده کړل

user-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۹:۱۷
به ۱۱۰ بانوی مالدار در دهدادی مهارت‌های مدرن مالداری آموزش داده شد


۲۶ وږی ۱۳۹۹
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې (SNaPP2)په همکارۍ ددې ولایت د ۱۱۰ کیلوالو مالدارو مېرمنو د تخنیکي وړتیا لوړلو په پار د دهدادي په ولسوالۍ کې دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچولې وه.
دغه روزنیزه برنامه د شېدې تولیدوونکو مالدارانو د وړتیا لوړولو په موخه په لاره اچول شوې وه، چې په کې ګډونوالو ته د غواساتنې مدیریت، د شېدې لوشلو حفظ الصحې، سالمې تغذیې، نسل اخیستل، لبنیاتو ته بازارموندنه، د شېدې ورکوونکو غواوو یوشمېر ناروغۍ او د غوا د ناروغیو د کنټرول په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو.
ددې روزنیزې برنامې پر ګډونوالو تر دې مخکې د شېدې لوشولو او د غوجلې د اصلاح په موخه ۱۷ توکي هم وېشل شوې وه.
دغه راز دغو مالدارانو لپاره د کرنې وزارت نورې برنامې، د بازارموندنې او بزګرانو اوخصوصي سکټور سره د اړیکو د ایجاد په پار د کرنیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک زمینې برابرول دي. ددې برنامې په ترڅ کې مالدارن د بلخ لبنیاتو له ټولنۍ سره یوځای شول تر څو د ورځې ۷۶۰ لیټره شېدې چې دوی یې تولیدوي د ورځې په نرخ پر خصوصي سکټور خرڅ کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۱
Background image

خوست کې د کرنیزې پرمختیا صندوق پلاوي او ددې ولایت د کوپراټیفونو او ټولنو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

۳ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنیزې پرمختیا صندوق د استازو او ددې ولایت د ۶۹ کوپراټیفونو او ۵ ټولنو مترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۳۸
Background image

د اراضۍ لوی ریاست: ارزګان ولايت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۳ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۱:۴
Background image

کندهار ته د کرنې وزیر او ورسره مل پلاوي سفر

۳ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاء الله عمري کندهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د ښارجوړونې وزیر شیخ مولوی حمدالله نعماني، د. . .

بازگشت