د بلخ چهار بولک ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۴
د بلخ چهار بولک ولسوالی کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۷ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ او د ماشومانو د ملاتړ دفتر په همکارۍ، د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالی کې ۱۹ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د چهار بولک ولسوالی د کرنیزو خدماتو مدیریت، د غله‌جاتو مدیریت او د قومونو او قبایلو ریاست د استازو په حضور کې ترسره شوه.
مرسته د یادې ولسوالی د توره تیږه او اله‌مان‌ګذر کلیو هغو بزګرانو ته ورکړل شوه، چې له مخکې د اړمنو په توګه سروې شوي وو.
د دغه پروګرام له مخې، هر بزګر ته یوه بوجۍ اصلاح شوی د غنمو تخم، یوه بوجۍ توره سره او یوه بوجۍ سپینه سره ورکړل شوه. چارواکي وایي، دا مرسته به د بزګرانو د اقتصادي ستونزو په هوارولو او د راتلونکي کرنیز فصل د ښه حاصلاتو په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.
بزګرانو د یادې مرستې له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او هیله‌من دي چې دا ډول ملاتړونه به د دوی د تولیداتو په زیاتوالي او د کرنیزو فعالیتونو په پراختیا کې مرسته وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت